به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

اخوان المسلمين

سال

: 2020.09.22

ګروه ها

: شریعت

قیمت

: 1000

تعداد صفات

: 68

کد فایل

: 239

مقطع

: لیسانس

 مقدمه : الحمد للله الذي بنعمة تتم الصالحات و الصلواة والسلام على نبي الرحمة و معلم  الهدى الذي بلغ الرسالة او اد الامانة او نصح الامة و جاهد في الله حق جهاده و على اله و صحبه دعاة الحق وامات الاسلام و من تبعهم باحسان الى يوم الدين. د خداى ج بېشمېره ثنا او صفت وايم، چې ماته يې د شلمې پېړۍ د سترنابغه، اسلامي مجدد اود غافلو زړونو د بيدارونکي او د اخوان المسلمين د نړۍوال نهضت د ليکولو ځواک او توان راکړ. دا خو ټولو ته معلومه ده، چې د اسلامي نهضت فعاليت يوه نړۍ واله جنبه لري او د نړۍ مسلمانانو په بېلو بېلو وختونو کې د دغسې حرکتونو لپاره کار کړى دى. دا چې دغه نهضت د کومو اصولو په رڼاکې رامنځته شو، په دې اړه تاسو په دغه د اخوان المسلمين په نامه کره معلومات ترلاسه کولاى شئ، دغه موضوع چې په څلور فصلونو باندې احتوا دى، په کې ټولټال د همدغه خوځښت د هر پړاو ذکر راغلى دى. دغه خوځښت چې پرې ډېر څه ليکل کېداى شي، لومړى فصل د اخوان المسلمين د مؤسس په اړه معلومات ارائه کوي، چې په کې دوه مبحثونه دي. لومړى مبحث يې د حسن البنا د لنډ ژوند ليک او د اخوان المسلمين د تاسيس په اړه دى. دويم مبحث يې ( حسن البنا د اوزارو او شريطو سره برابر شخصيت دى) تر عنوان لاندې پيلېږي، چې په کې د ده په اړه د علماوو نظرونه  او د حسن البنا د شخصيت ځانګړتياوې په کې بيان شوي دي دويم فصل د اخوان المسلمين اهداف او لسګونو اصولو څخه بحث کوي. په دې فصل کې لومړى مبحث د اخوان له اهدافو څخه غږيږي، چې په کې د اخوان المسلمين اوه ګونې او د نهضت لنډ او اوږده اهداف او د عامو خاصو او اصلي او فرعي اهدافو يادونه په کې شوې ده. د دې فصل دويم مبحث د اخوان المسلمين لسګوني اصول بيانوي. د اخوان لمسلمين تر سرليک لاندې مونوګراف کې درېيم فصل دا په ډاګه کوي، چې اخوان المسلمين په څه ډول دعوت کوي او په کومو لاسته راوړنو باندې بريالي شوي دي، چې په لومړي مبحث کې يې د اخوان المسلمين دعوت تشريح شوى دى  او په کې د دعوت خصوصيات او د دعوت پېژندنې کيلي ګانې او د دعوت په اړه د خلکو موقف په کې بيان شوى دى. دويم مبحث يې د اخوان المسلمين د دعوت د لاسته راوړنو په اړه دى، چې په کې عملي او تربيتي، جهادي او اقتصادي لاسته راوړنې د مثال په ډول ترې راوړل شوي دي. په څلورم فصل کې لومړى د اخوان المسلمين غوره څېرې، بيا د غړو مسئوليت او ورپېښ شوي مشکلات بيانوي، چې په لومړي مبحث کې يې د اخوان المسلمين غوره څېرې راپېژني، په دويم مبحث کې يې دغړو له مسئوليت څخه خبر راکوي او درېيم مبحث يې د ورپېښو شويو مشکلاتو داستان بيانوي.

.

 فهرست عناوین :

سريزه    2

لومړى مبحث: د حسن البنا لنډ ژوند ليک او د اخوان المسلمين تاسيس: -  4

دويم مبحث: حسن البنا د اوزار او شرايطو سره برابر شخصيت: -       10

الف: د استاد غزالي نظر:-           12

ب: د شهيد سيد قطب نظر: -       12

دويم جز: د حسن البنا د شخصيت ځانګړنې: -      12

الف: له مرګ څخه وېره نه لرل: -  13

ب: پوهه: -         14

ج: ويناوې: -      16

د: زهد او شډلي: -          17

لومړى مبحث: د اخوان المسلمين اهداف: -         20

لومړى جز: د اخوان المسلمين اوه ګونې او د دغه خوځښت لنډ او اوږده اهداف: -     21

الف: د اخوان المسلمين اوه ګونې بنسټيزې موخې: -         21

ب: د اخوان المسلمين د خوځښت لنډمهاله او اوږدمهاله اهداف: - 23

دويم مبحث: د اخوان المسلمين لسګوني اصول: - 26

لومړى اصل: پوهه او صحيح برداشت: -     27

دويم اصل: اخلاص: -      27

درېيم اصل: عمل: -        28

څلورم اصل: جهاد: -       29

پينځم اصل: سرښندنه: - 29

شپږم اصل: اطاعت: -     30

اووم اصل: ثبات او استقامت: -     31

اتم اصل: تجرد: -           31

نهم اصل: وروګلوي: -      32

لسم اصل: اعتماد: -       33

لومړى مبحث: د اخوان المسلمين دعوت: -           34

دويم مبحث: د اخوان المسلمين د دعوت لاسته راوړنې: -   43

لومړى مبحث: د اخوان المسلمين غوره څېرې: -    48

١شهيد سيد قطب:     49

٢حسن الهضيبي: -    50

٣زينب الغزالي: -        51

دويم مبحث: د اخوان المسلمين دغړو مسئوليتونه: -          52

پايله      64

ماخذونه 66

 

منابع:

١ – درمنګي، شيخ القران مولانا عبدالحق، د قرانکريم تفسير.

٢ – قرضاوي، ډاکټريوسف، هفتاد سال اخوان المسلمين دعوت، تربيت و جهاد، ١٣٨١هـ ش، مترجم فارسي، عبدالعزيز سليمي.

٣ – جاکسون، دوبر، حسن البنا قراني شخصيت، ژباړن، شهيد ذبيح الله شرر، ١٣٩٠هـ ش کال.

٤ – البنا، حسن، خاطرات زنده ګي، مترجم ايرج کرماني، ١٣٦٧هـ ش، دويم چاپ.

٥ – حواى، سعيد، اساسات جنبش اخوان المسلمين، مترجم ابونجيب، ١٣٦٩هـ ش.

٦ -  حواى، سعيد، د اسلامي خوځښت اساسات، مترجم، مولوى شريف رحماني، ١٣٨٩هـ ش.

٧ – سلطاني فرد، محمد حسين، ريشه ها او تاريخچه اصول ګرايي در مصر، ١٣٨٦هـ ش.

٨ – البنا، حسن، د اخوان المسلمين تګلاره، مترجم ، ق، ح، صافى، ١٤٥٧هـ ق.

٩ – البنا، حسن، د اخوان المسلمين دعوت، مترجم، ق، ح، صافى، ١٣٦٦هـ ش.

١٠ – البنا، حسن، تعليمي رساله، مترجم، زاهدي احمدزى، ١٣٦٤هـ ش.

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059